امنیت

جنرال عبدالرشيد دوستم : په فارياب کې زر تنه وسله وال طالبان په يو وخت کې له جګړې څخه لاس اخلي .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
په فارياب ولايت کې زر تنه وسله وال طالبان  دافغانستان  دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو  دکاليزې  دورځې  له نمانځنې سره جوخت  له جګړې څخه لاس اخلي  او له دولت سره يوځاى کيږي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم وايي  چې دغو طالبانو  دده غوښتنې ته  مثبت ځواب  ويلى دى  اونور په ورانکارۍ لاس نه پورې کوي .
دباختراژانس دخبر له مخې ،  جنرال دوستم  چې په فارياب کې دتروريزم پرخلاف دجګړې  رهبري په غاړه لري  نن خبريالانو ته وويل چې  زر تنه  وسله وال طالبان  نن اوسبا دافغانستان دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو  دکاليزې له نمانځنې سره جوخت  عادي ژوندانه ته  ستنيږي .
دغه طالبان تراوسه پورې  دپښتون کوټ ، غور ماچ ، المار او دقيصار دولسواليو  په ځينوسيموکې  دافغانستان  ددولت اوخلکو پرضد  جنګيدل .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال وايي  چې په فارياب کې  تروريستي ډلو  ماتې خوړلې ده او نور له پوځيانوسره  دمقابلې وس نه لري .
  ده يوځل بيا  دپاکستان داستخباراتو سازمان اي اس اي  په افغانستان په تيره بيا په فارياب ولايت کې دبدامنيو او دتروريسي بريدونودزياتوالي عامل وباله او ويې ويل  چې دتروريستانو له شتون څخه دفارياب  دپاکولو دپوځي عملياتو په بهير کې څو تنه پاکستاني جنرالان او هم  په لسګونه تنه پاکستاني تروريستان  وژل شوي دي .
ده وويل چې په هيواد کې دافغانستان ددولت اوخلکو پرخلاف جګړه اي اس اي رهبري کوي . 
جنرال دوستم  دالمار او قيصار دولسواليو دزياترو سيمو پاکولو ته په اشارې سره وويل  چې له دې وروسته به  دپوځيانو پاملرنه  دغورماچ ولسوالۍ ته وي . هغه ځاى چې  لاتراوسه پورې  تروريستي ډلې  پکې شتون لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته