سیاست

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ امنیتي همږغي زیاتېږي

کابل باختر دغويي دمياشتې ١١
د افغانستان او تاجکستان ترمنځ به د ترورستي او مافیایي ډلو پر ضد د ګډې مبارزې لپاره همکارۍ او همږغۍ زیاتې شي.
د هیواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل لپاره د تاجکستان له سفیر شراف الدین امام سره د کتنې پرمهال د دوو هیوادونو ترمنځ‌ پر امنیتي همکاریو بحث وکړې.
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې وویل شول،‌ چې ترورستي ډلې، د نشه یي توکو قاچاقبران او مافیايي ډلې د افغانستان او تاجکستان امنیت ګواښوي او اړتیا ده، چي په دې اړه د دواړو هیوادونو ترمنځ‌ همکارۍ او همغږي زیاته شي.
د نن په کتنه کيې همداراز په جګړه کې د زخمي شوو افغان سرتیرو د تداوۍ لپاره د تاجکستان د حکومت پر امادګیو هم بحث وشو.
د افغانستان او تاجکستان په پولو کې د میشتو وګړو د تګ راتګ د ازادیو زیاتوالی د نني خبرو بله مهمه موضوع وه، چې پرې خبرې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته