روغتیا

په بدخشان کې د وبا د ناروغۍ خپريدل او په دغې ناروغۍ د سلګونو تنواخته کيدل

کابل_  باختر دزمري شلمه :
په بدخشان ولايت د وبا ناروغۍ خپره شوې ده .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دبدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ کې څه ناڅه اته سوه پنځوس تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي .
دغه ناروغۍ لومړى د درايم ولسوالۍ په چپه سيمه کې وليدل شوه او وروسته ځينو ګاونډيو سيمو ته خپره شوې ده .
دکندربرک په نامه دغير حکومتي روغتيايي مرکز مسوول ډاکتر محبوب باخترآژانس ته وويل چې په درايم ولسوالۍ کې روغتيايي ټيمونو د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو درملنه پيل کړې ده .
ويل کيږي چې تراوسه پورې د څلورو تنو ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا دلسګونو تنو ناروغانو درملنه شوې ده .
د وبا په ناروغۍ د نږدې پنځوسو تنو اخته ناروغانوروغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
له درايم ولسوالۍ څخه زموږ خبريال تنها خبر راکړ چې روغتيايي ټيمونو همدا اوس د چپې سيمه اوځينې شاوخواساحې يې مکروبي ساحې اعلام کړى دى او هلې ځلې کوي چې د ټولو ناروغانوپه درملنې سره نورو سيمو ته دهغې دخپريدو مخه ونيسي .
د روغتيايي ټيمونوڅيړنې ښيي چې ددغې سيمې د ولسوالۍ د اوبو په مخزنونوکې د اوبو مکروبي  کيدل د وبا ناروغۍ د خپريدو اصلي انګيزه  ده .
ډاکتر محبوب  وايي چې  ددغې سيمې اوسيدونکي دغير معياري محزنونو  له اوبو څخه استفاده کوي. په داسې حال کې چې دغه مخزن د څارويو د فاضله  موادو د مخلوط ګيدو په وسيله  مکروبي شوى دى .
دکندربرک  دغير حکومتي روغتيايي مرکز د مسوول دڅرګندونوله مخې: ناروغۍ تر کنترول لاندې نيول شوې ده او دناروغانو د درملنې لپاره هلې ځلې دوام لري .
په همدې حال کې دبدخشان والي ويندوى عبدالمعروف راسخ له دولتي چارواکو او د نورو مرستندويومرکزونو له مسوولينو څخه  وغوښتل چې ډير ژر دې د ناروغان د درملنې او نورو سيمو ته ددغې ناروغۍ داحتمالي خپريدو په مخنيوي اقدام وکړي .
راسخ  تاييد کړه چې تراوسه پورې د وبا ناروغۍ يوه ځوانه نجلۍ وژلې ده .
  ده وويل: ځينې ناروغان چې روغتيايي حالت يې خراب بلل کيږي؛ د درملنې لپاره دفيض اباد ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
پرون هم دبدخشان والي شاه ولي الله اديب او دافغانستان دپارلمان غړى شاه عبدالاحد افضلي د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو دپوښتنې او کتنې لپاره د درايم ولسوالۍ ته ورغلي و .
دبدخشان والي ددغه ولايت روغتيايي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ددغې ناروغۍ دکنترولولو او د ناروغانو د درملنې په لاره کې هلې ځلې وکړي .
وبا يو ډول مکروبي ناروغۍ ده چې زياتره په مکروب دککړو اوبو له لارې انسانانو ته سرايت کوي .
دغه ناروغۍ د نه پاملرنې په صورت کې کيداى شي د مړينې سبب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته