(PS)سیاست(PS)خبرونه(PS)ټولنهTOP(PS)

د پخوانۍ ملي پخلاینې عالي شورا سلګونو کارکوونکو خپل پاتې معاشونه ترلاسه کړل

کابل، د وري ۲۸مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د اداري کمیسیون د پرېکړې پر اساس د چارو ادارې لوی ریاست له لوري د پخوانۍ ملي پخلاینې عالي شورا ۵۹۱ تنو ته د هغوی پاتې شوي معاشونه ورکړل شول.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې وويل چې اسلامي امارت د یو مسؤل نظام په توګه د ټولو لغوه شویو ادارو د کارکوونکو اړوند نېک نظر لري.
د نوموړي په وینا هڅې روانې دي، چې د لغوه شویو ادارو له متخصصو او با تجربه کارکوونو څخه د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.
د يادې لغوه شوې شورا د وخت مشاور مولوي شهزاده شاهد وویل د هېواد د وګړو په حیث د اسلامي امارت اطاعت کوي او د اړتیا په وخت کې مرستې ته هم تیار دي.
د يادونې وړ ده، چې د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو د پاتې شویو معاشونو د وېش لړۍ له دې وړاندې پیل شوې وه، چې په لړ کې يې نن د ملي پخلاینې مخکېنۍ عالي شورا کارکوونکو خپل معاشونه ترلاسه کړل.
افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا