امنیت

په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د دولت يو اويا تنو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې اتمه
د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي چې  د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا په تېرو ٢۴ ساعتونو کې   دکونړ ،ننګرهار ،نيمروز ،قندهار، زابل،فارياب،هلمند او د کندز د ولايتونو په بېلابېلو ولسواليو کې عمليات ترسره شوي.
دوی وايي د دغو عملیاتوپه پایله کې يوشپيته وسله وال وژل شوې،لس ټپیان او اووه تنه  نیول شوي دي.
دوی  زیاتوي چې دهلمند په سنګین او ګرشک ولسوالیو کې څلورڅلويښت تنه وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي ،دغه راز دغزنی په آبند ولسوالۍ کې یې لس تنه او دننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې درې تنه وسله وال وژلي او اووه تنه یې نیولي دي،  د دوی په خبره په دغوعملیاتو کې یوه اندازه وسله او مهمات هم دامنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته