امنیت

په لغمان کې شپږ طالبان ووژل شول

کابل/دوري۱۴/ باختر
شپږ وسله وال طالبان تېره شپه د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول .د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باختر آژانس خبریال ته وویل : د دفاعي اوامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې چې د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په منجان ساحه کې ترسره شول ٦ وسله وال طالبان ووژل شول او ٧ نور یې ټپیان شول .
په دغو عملیاتو کې د دښمن یو شمېر وسلې او مهمات هم ویجاړ شوي دي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته