خبرونهټولنه

د پروان دیني عالمانو د حدودو په عملي کولو ټینګار وکړ

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د پروان دیني عالمانو د دغه ولایت د استېناف محکمې له خوا په ۲۷ بېلابېلو مجرمینو باندې د تعزیري سزا د تطبیق هرکلی وکړ او د دغو حدودو په عملي کولو یې ټینګار وکړ.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ هغوی د الهي احکامو او د شرعي حدودو پلي کول د اسلامي نظام له ځانګړتياوو څخه وبلل او ويې ویل، چې د شرعي حدودو پلي کول يې له اوږدو آرمانونو څخه دي.

د دیني عالمانو په وینا، د خدای د حدودو پلي کول او مجرمینو ته سزا ورکول په ځمکه کې د برکت او د الهي نعمتونو د نازلېدو لامل ګرځي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پروان د استېناف محکمې له لوري د پنجشنبې په ورځ ١٧ نارينه او ١٠ ښځې د جنسي تيري، زنا، خيانت، او له کوره د تېښتې له امله د دغه ولایت د زرګونو ښاریانو په حضور کې له ۲۰ تر ۳۹ دُرو باندې مجازات کړل.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا