ټولنه

داوبو بريښنا کوچنۍ بند پرانستل شو .

کابل باختر د وري څلورمه :
دتخار ولايت مرکز تالقانو ښار ته څيرمه داوبو بريښنا دبند يوه کوچنۍ پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه .
دغه بند دنهه کيلوواټه  بريښنا په ظرفيت  دتالقانو ښار دخروټو په سيمه کې جوړ شوى دى ،دتخار ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا درييس دڅرګندونو له مخې، يوسلو ديارلس کورنۍ په دايمي ډول  ورڅخه ګټه اخلي .
انجنير  راز محمد فيض ددغې پروژې دپرانستلو په مراسمو کې وويل چې دغه پروژه  دسيمې دخلکو داړتياو له مخې تطبيقه شوې ده .
ده وويل: په دغې پروژې يومليونو يوسلو ديرش زره افغانۍ لګيدلي دي چې دملي پيوستون  دپروګرام  له خوا ورکړى شوي دي .
دى وايي چې  ددغې دستګاه توليدي ظرفيت  نهه کيلوواټه  بريښنا دى چې دخروټو دساحې دټولو خلکو اړتياوې لرې کوي .
په همدې حال کې په تخار کې داکتيد موسسې مسوول انجنير حميد الله وايي چې  داوبو بريښنا د پروژو تطبيق  دخلکو په ژوندانه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي او اوس هم دوى دملي پيوستون  له پروګرام سره په همکارۍ کې  په لسګونو نورې  پروژې  تر کار لاندې لري  چې په راتلوونکي کې  ګټې اخستنې ته سپارلې کيږي .
ديادونې وړ ده چې دتخار ولايت دمرکز تالقانو ښار اوسيدونکو به زيات لګښت  سره د ډيزلي جنراتورونو له بريښنا  څخه ګټه اخسته چې له کندز ښار څخه دغه ځاى ته دتاجکستان  دوارداتي  بريښنا په ليږدونې سره دغه ښار هم اوس ٢٤ ساعته معياري  بريښنا څخه ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته