کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢١ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ابلاغيه !
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جمهوري رياست د نوماندانو د انتخاباتي مبارزو د پياوړتيا او نوماندانو ته د آسانتياوو د برابرولو او د هغوى د پروګرامونو د منعکس کولو په مقصد ابلاغوي چې د مطبوعاتو نړيوال مرکز د جمهوري رياست د محترمو نوماندانو د غونډو، ويناوو او د خبري پروګرامونو منلوته چمتو دى.
دغه راز په دغه مرکزکې اورول شوې ويناوې په يوه دولتي ورځپاڼه کې چاپيږي او د ملي ټلويزيون له لارې خپريږي.
دجمهوري رياست محترم نوماندان کولاى شي د وخت په ريزرف سره د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې له برابرو شويو آسانتياوو څخه استفاده وکړي.
د زياتومعلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد دې د٫٠٧٩٩٣٣٩٥٥٣او ٢١٠٣٢٨٤ لمبر ټيلفونونو له لارې اړيکې ونيول شي.
يادونه : دوزيرصاحب له لارښوونې سره سم دغه ابلاغيه دې ملي راډيو ټلويزيون هره شپه دشپې داتو بجو په خبري سرويس کې خپره کړي.
2 1 دقیقه لوستل