امنیت

دغور والي د فيروز کوه امنيتي پوستې وکتلې

فيروزکوه/ باختر د چنګاښ  اتمه :
د غور والي پرون د فيروزکوه ښار د کمربند امنيتي پوستې وکتلې .
د غور د والي وياند عبدالحي  خطيبي د باخترآژانس خبريال ته وويل: د غور والي غلام ناصر خاضع په داسې حال کې چې د ولايتي شورا رييس فضل الحق  احسان، د سولې د ولايتي کمېټې رييس کمال الدين مودودي او د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د همغږى د مرکز قوماندان ورسره ملګري وو، د فيروزکوه ښار په دوه څلويښت کيلومتري واټن کې د شاتيغ، جهان نما او د بر کاسي په کلي کې درې امنيتي پوستې وکتلې او د هېواد ساتوونکي يې وستايل.
  د غور والي ميړنيو سرتيرو ته د اختر مبارکۍ په ترڅ کې وويل: تاسې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په تاوده سنګرونوکې ياست او ځانونه مو سپرکړي چې ستاسې ګران هېوادوال په آرامه او له انديښنې څخه لرې اختر په خوښۍ او خوشحالۍ سره تېر کړي، خلک ستاسو ملاتړ کوي او تاسې د خپل مدافعينو په توګه پيژني.
په پاى کې د غور والي د دغو امنيتي پوستو سرتيري وستايل او سوغاتونه يې ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته