امنیت

يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دورې دمياشتې  ٦ :
يوولس تنه وسله وال طالبان په تيرو٢٤ساعتوکې د امنيتي ځواکونو له خوا  د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل: امنيتي ځواکونو د بدخشان، بلخ، لوگر، غزني ، هرات او د ننګرهاردولايتونو په مربوطاتو کې څو امنيتي فعاليتونه ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه ټپيان او دولس تنه نور يې ونيول شول.
په دغوفعاليتونوکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم  د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دامنيتي ګزمو په بهيرکې شپږ ماينونه دغزني، قندهار او د بلخ  د ولايتونو په مربوطاتوکې کشف اوشنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته