
کابل / د وږي ٢٢مه / باختر
د پروان د ولايتي شورا د غړي شمس الحق شيخاني د سپرلۍ موټر نن سهار د بګرام هوايي دګر ته څېرمه د ده د کور پر وړاندې پر يو ښخ کړاى شوي ماين وخوت او دى ټپي شو.
د پروان د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي باختر آژانس ته وويل: د ولايتي شورا دغه غړى په پېښه کې برسېرن ټپي شو او د درملنې لپاره د بګرام ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته ولېږدول شو.
پاى ذ