خبرونهاقتصادټولنه

د کندز په آبدان دښته کې د یوې ژورې څاه د کیندلو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۳مه، باختر
د کندز د سپین زر دولتي شرکت په مرسته د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ په آبدان دښته کې د یوې ژورې څاه د کیندلو چارې پیل شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د سپین زر دولتي شرکت مرستیال رحمن الله رحماني وویل چې دغه څاه د پنځو میلیونو افغانیو په لګښت د یاد شرکت له لوري رغول کېږي چې ورسره سم به د کندز – شېرخان بندر د مسافرو لپاره یو جومات او د کرنې یو تحقیقاتي فارم هم جوړ شي.
په همدې حال کې د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن وویل چې د یادې څاه په کیندلو سره به د آبدان دښتې د خړوبولو لپاره ګټه واخیستل شي.
ورته مهال د کندز اوسېدونکي د دغه اقدام ستاینه وکړه او دا د آبدان دښتې د سمسورتیا لپاره اړین ګام بولي.
دا څاه په داسې حال کې کېندل کېږي چې سپین زر دولتي شرکت د یوه لوی کانال په کیندلو سره له تخار ولایت څخه د کوکچې د بحر اوبه د کندز د آبدان دښتې ته د انتقال هوډ کړی چې د عملي کېدو په صورت کې به افغانستان د کرنیزو محصولاتو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته