خبرونهامنیت

د پروان د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۴۳ سرتېري فارغ شول

 کابل، د وږي٣١ مه، باختر

د پروان، پنجشير، کاپيسا او باميانو ولايتونو ٣٤٣ سرتېري د پروان پوليسو له  روزنیز مرکز څخه فارغ شول.

د پروان والي مولوي عبيدالله امين زاده  فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې دغه سرتېري به د امنيتي ځواکونو په لیکو کې پر دندو وګومارل شي تر څو ټولنې ته خدمت جوګه شي.

د کورنيو چارو وزارت د پوليسو د تعليمي او تربيتي مرکزونو لوى قوماندان مولوي عبدالکريم حسيب وويل چې په اسلامي امارت کې توکمیز، ژبنیز او مذهبي تعصب شتون نه لري، بلکې ټول تر یو چتر لاندې د ورور ولۍ په فضا کې ژوند کوي.

هغه فارغانو ته وویل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي د مظلومانو لاسنیوی او د بیت المال ساتنه وکړي.

په دغو مراسمو کې فارغ شويو سرتيرو نمايشي حرکات هم اجرا کړل.

د يادونې وړ ده  چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره تر اوسه پوري له دغه مرکز څخه دوه زره پوليس فارغ شوي دي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا