امنیت

د ٢٢ داعشيانو په ګډون ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢٠ :
دملي دفاع وزارت دهېوادپه ځينو برخو کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  د٢٢ تنو داعشيانوپه ګډون د ٤٩ تنو ډاراچوونکو دوژل کيدو خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .:
امنيتي اودفاعي ځواکونو  دهېواد  دهوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ  ګډ پوځي عمليات دننګرهار =،لغمان، کاپيسا،. پکتيا،  لوګر ،پکتيکا ، قندهار ، روزګان ، فارياب ،کندز ، بلخ ، سرپل  اودهلمنددولايتونوپه مربوطاتو کې  ترسره کړل چې له امله  يې  د ٢٢ تنو داعشيانو په ګډون ٤٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٢٧ تنه نور يې ټپيان شول.
په دغوعملياتو کې دغه راز يوه اندازه سپکې او درندې وسلې  په  عملياتو کې دشاملو ځواکونولاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته