خبرونهامنیت

د پروان د پولیسو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه سرتېري فارغ شول

 کابل، د لېندۍ ۷مه، باختر

پروان کې د ملي پولیسو له ښوونیز مرکز څخه ۳۹۷ سرتېري له ۴۵ ورځنیو عقیدوي، تکتیکي، نظامي او فکري زده کړو وروسته فارغ شول.

د یاد ښوونیز مرکز قومندان مولوي انصارالله مهاجر په فراغت غونډه کې وویل، چې  په فارغ شویو پولیسو کې  ۱۸۰ تنه د پروان ۱۴۸ تنه د کاپیسا او ۶۹ تنه پولیس د پنجشیر ولایتونو څخه وو، چې دلته یې له ۴۵ ورځنیو زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې د پروان امنیه قومندان ملا عزیز الله عمر نظام ته د خدمت او دفاعي پیاوړتیا په هکله وویل، چې په اوسني عصر کې نظامي زده کړو ته ډېره اړتیا ده او امنیتي ځواکونه باید په نظامي زده کړو سمبال وي.

نوموړي فارغ شویو پولیسو ته په وینا کې زیاته کړه، چې که غواړئ پر هیواد مو څوک یرغل ونه کړي خپل نظامي تجهیزات پیاوړي کړئ.

په ورته وخت کې د پروان استناف محکمې رئیس شیخ الحدیث مولوي محمد قسیم محمدي له فارغ شویو سرتېرو څخه غوښتنه وکړه، چې نظام ته دې په اخلاص سره خدمت وکړي او د خپل هیواد د سرحداتو ساتل او په ورته وخت کې خلکو او بیت المال څخه ساتنه یې د هغوی مکلفیت وباله.

د یادونې وړ ده، چې له یاد ښوونیز مرکز څخه  تر دې وړاندې هم په دوو دورو کې سلګونه سرتېري فارغ شوي وو.

حمدالله دانش

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا