امنیت

په هلمند کې دوژنې اوجنسي تيري دوه تنه مشکوک کسان دخلکو له خوا ونيول شول .

کابل باختر دوږي شلمه :
په هلمند ولايت کې دوه تنه ديوې نجلۍ  دوژنې په اړوند دخلکو له خوا ونيول شول او طالبانو ته وسپارل شول .
  دهلمند دوالي وياند عمر ځواک باختراژانس ته وويل چې دغه دوه تنه دڅلورو تنو په  ملګرتيا دهلمند ولايت په ناد علي  ولسوالۍ کې ديوې لس کلنې نجلۍ دوژنې په اړوند دخلکو له خوا ونيول شول او طالبانو ته وسپارل  شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه پيښه دتيرې جمعې په شپه دهلمند ولايت دناد علي ولسوالۍ دزرغون دکلي په ناقل اباد سيمه کې  رامنځته شوې ده .
يوه امنيتي  خبرځاى ويلي دي چې په دغې لس کلنې نجلۍ لومړى ډله ئيز جنسي تيرى شوى او وروسته وژل شوې ده .
  ويل کيږي دڅلورو تنو نورو مشکوکوکسانو دنيولو لپاره دپوليسو له خوا پلټنې او هلې ځلې  دوام لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته