خبرونهاقتصاد

د پروان د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس د قرآ خان آقا کلینیک د اوبو رسولو شبکې له چارو څارنه وکړه

کابل، د مرغومې ۲۷مه، باختر

د پروان د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق له خپل کاري ټیم سره د بګرام ولسوالۍ د قرآ خان آقا کلینک د څښاک د اوبو د شبکې له پروژې څخه په بشپړه توګه څارنه وکړه.

په دې پروژه کې د ۷۰ مترو په ژوروالي سره یوه څاه، ۱۰ متر مکعب د اوبو زېرمه، د ۵ زره ۵۰۰ مترو په اوږدوالي د شبکې پایپ لاین شامل دی، چې پرمټ به یې ۷۵ کورنۍ او کلینیکونه د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

نوموړي د دغه ریاست د کار او ټولنیزو چارو د نظارت له عمومي مدیر مولوي محمد ګلاب محمدي سره د ۱۰ عصري تشنابونو د سولر، واټرپمپ او پایپ لاینونو د بیا رغولو چارې په جدي توګه وڅارلې.

اوسمهال د دغه شبکې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي، چې نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا