امنیت

په تخار او کندز کې به پوځي عمليات پيل شي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٧ :
په ډير لنډ ممکن وخت کې  دتخار او کندز په ولايتونو کې  پوځي عمليات  پيليږي.
ددغو عملياتو هدف دتروريستي ډلو  دټغر راټولول ا ودفعاليتونو شنډول  او خلکو ته دامنيت  اوثبات ټينګښت بلل شوى دى.
دملي دفاع وزارت  لوى درستيز  جنرال  مراد علي مراد دتخارولايت د خواجه غار ولسوالۍ ته دسفر په وخت کې   ددغه ولايت  او دکندز ولايت  په ځينو سيمو کې  دپوځي عملياتو دپيلولو خبرورکړ.
ده وويل: ددغو عملياتو په بهېر کې هلې ځلې کيږي چې په کندز او تخار کې  دتروريستي ډلو په تيره بيا دطالبانو  ټعر راټول  او دفعاليت مخه ونيول شي  او دغه ولايتونه بيا  په امن ساحو  بدل شي .
درارسيدلو خبرونوله مخې، په کندز ولايت کې  پوځي عمليات ددې سبب شوي دي   چې زياتره  جګړه ماران  د تخار ولايت ته وتښتي.
دکندز ولايت  د دشت ارچي ولسوالۍ  چې بيا دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلې ده  دتخار و لايت  دخواجه غار ولسوالۍ  په ګاونډ کې ده  .
دتخار ولايت امنيه قوماندان  جنرال نورمحمد حکيمي  دباخترآژانس خبريال ته وويل  هلې ځلې کيږي  چې ددغو عملياتو په بهېرکې دتخار ولايت په اړوندو سيمو  په تيره بيا په  خواجه غار کې تروريستان  پو پناه شي .
ويل کيږي  چې  دملي دفاع  او دکورنيو چارو  دوزارتونو مقاماتو  ددغو پوځي عملياتو دپيلولولو دڅرنګوالي دڅيړنې لپاره  دافغانستان شمال ته  سفرونه کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته