امنیت

دکابل په شمال کې په ملکيانو دډزو دپوځي عامل دنيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .

کابل / دثور١١مه /باختر : پوليس وايي چې دکابل په شمال کې په ملکي وګړو دمرګاني بريد دپوځي عامل دنيولو لپاره هلې ځلې دوام لري . دپوليسو يوسرتيرى پرون ناوخته دکابل په قره باغ ولسوالۍ کې په دريو کليوالي خلکو ډزې وکړې چې له امله يې يو ملکي وګړى ووژل شو او دوه نورټپيان شول . دکابل ولايت دقره باغ ولسوالۍ دپوليسو يومسوول باختراژانس ته وويل چې پوځي يرغلګر تښتيدلې دى .اودهغه دموندلو اونيولو لپاره هلې ځلې دوام لري شخصي دښمني ددغې پېښې اصلي علت بلل شوى دى . ختم _ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته