امنیت

لس تنه طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل  باختر د سلواغې د مياشتې ٢١ :
په نورستان ولايت کې لس تنه وسله وال طالبان دنويو نښتو په بهيرکې ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار د ډيورند کرښې ته څيرمه  په کامديش ولسوالۍ  کې بريد شوى دى.
جګړه هغه  وخت ونښته چې  يوې  ډلې وسله والو طالبانو د ډيورند له  کرښې څخه په تيريدو سره غوښتل  د افغانستان  په پوله کې  دسرحدي مامورينو دسپرلۍ په کاروان  بريدونه وکړي.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه  جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل : په دې نښته کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل  شول.
ده وويل  :دغه طالبان  دډيورند له کرښې څخه په اوښتوسره  دنورستان ولايت ته
ننوتل او غوښتل يې دپوځيانو په کاروان بريد وکړي چې  دپوځيانو له  خو اپرې
بريد وشو.
ويل کيږي  په دې جګړه کې  سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته  زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته