امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله شپږ تنه شهيدان شول .

کابل باختر دغبرګولي   نهمه :
په هغه ځانمرګي بريد کې چې نن دمارشال محمد قسيم فهيم دنظامي پوهنتون ددروازې په وړاندې ترسره شو شپږ تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دباختراژانس دخبرله مخې، دکابل ولايت امنيه قوماندان سيد محمد روشن دل ددغې پيښې په تاييدولو سره رسنيو ته ويلي دي چې ځانمرګي بريدګر خپل چاوديدونکي توکي هغه وخت وچول چې پوليسو  غوښتل چې هغه له پښو وغورځوي.
دده دڅرګندونوله مخې،  په دې پيښه کې درارسيدلو خبرونوله مخې  شپږ تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي .
کابو يو کال مخکې هم په دغه بنسټ  د ډاراچوونکو دبريد له امله هم ددغه بنسټ څو تنه محصلان شهيدان او ټپيان شوي و .
  ختم_  ف_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته