خبرونهTOPټولنه

د پروان په سیاګرد ولسوالۍ کې سېلاوونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي

کابل، زمري ۲۴مه، باختر

د پروان ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د دې ولایت د سیاګرد او شینوارو په ولسوالۍ کې د سېلاوونو د راوتلو له کبله ۳۱ مړه او  ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر عبدالله افغانمل باختر آژانس سره په ټلیفوني خبرو کې وویل چې د غوربند درې په سیاګرد ولسوالۍ کې ۱۵ تنه مړه، ۱۶ تنه ټپیان او ګڼ شمېر نور ورک شوي دي.

د افغانمل په وینا د ذکر شوې مرګ ژوبلې تر څنګ دوه فلانکوچ ډوله موټر له سپرلیو سره یو ځای ورک شوي دي.

په ورته وخت کې بیا د یاد ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر هدایت الله عزام وایي چې شینوارو ولسوالۍ کې ۱۶ تنه مړه ۵ ټپیان،  شاوخوا سل تنه ورک او دوه کلي ـــ تیکمر او ښیوې خوله ــ په مکمل ډول ویجاړ شوي.

نوموړی وایي ښایي د مړو او ټپیانو شمېر نور هم لوړ شي.

یادو زیانمنو شویو سیمو ته د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ معین، د یاد ولایت والي، امنیه قومندان، د ټول ګټو رئیس د یاد ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې، د سرې میاشت او عامې روغتیا ریسان تللي وه؛ ترڅو هغوي ته لومړني او صحي توکي ورسوي.

د یادو سېلاوونو له کبله د کابل – بامیان ولایتونو لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

ع.ا

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا