ټولنه

په غور کې ديوه پله د جوړولو کار بشپړ شو

چغچران باختر د مرغومي دمياشتې ١٠ نيټه :
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت د کليوالي لارې جوړولو د ملي پروګرام له لارې  د غور ولايت په مرکز فيروز کوه کې  دشپيتو مترو په اوږدوالي  ديوه پله  دجوړولو کار پاى ته ورساوه.
د کليو دبيا جوړولو اوپرختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل  ؛ چې دغه پل   د هغه سيند دپاسه جوړ  شوى دى چې د پوزليچ  او  دپره خانه  کلي  د غور ولايت   له مرکز فيروز  کوه سره نښلوي.
دبهزاد دڅرګندونوله مخې ؛ د دغه پله لګښت څه د پاسه ١٥  ميليونه افغانۍ اټکل شوي دي.
ديوبل خبرله مخې ؛ د ميدان وردګو ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې ديوه پله د جوړولو کار نن بشپړ شو.
دغه پل  د څلورو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى چې په بشپړيدو سره يې د څه  د پاسه درې سوه پنځوسو کورنيو ستونزې کمې شوي دي.
دغه پل  د ميدان وردګو ولايت دسيدآبادو لسوالۍ د دره تنګي دکلي  دعلم خېلو
په سيمه کې  جوړ شوى دى.پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته