کابل باختر د لړم شپږمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د يوحکم په صادرولو سره ضرار احمد مقبل عثماني د بهرنيوچارو وزارت د سرپرست او کانديد په توګه وټاکه.
دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس د بهرنيوچارو وزارت د اړوندو چارو د پرمخ بيولو په مقصد د ملي شورا د ولسي جرګې له خوا د باور د رايې د اخيستلو د پړاونوتربشپړولو پورې ضرار احمد مقبل عثماني د بهرنيوچارو وزارت د سرپرست او کانديد په توګه ټاکلى دى.
په پارلماني چاروکې د دولت وزيرموظف دى دغه کانديد د باور د رايې د اخيستلو په مقصد دملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ