خبرونهښوونه او روزنه

د پروان پوهنتون ۲۳ محصلین وستایل شول

کابل، د لړم ۲۹مه، باختر

د پروان پوهنتون ۲۳ تنه هغه محصلین چې د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست په ۴۰ ورځني روزنیز کورس کې ګډون کړی وو د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا رئیس ملا عبدالصمد صادق  له لوري وستایل شول.

نوموړي د پروان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال محصلینو  کړنې وستایلې او دوی ته یې د مالي، بودجې، تدارکاتو او بشري منابعو په څانګو کې د فراغت سندونه او ستاینلیکونه ورکړل.

ملا عبدالصمد صادق له زده کوونکو سره د چاپیریال د پاکوالي، کورنیو او د ټولنې غړو ته د پوهاوي په موخه خبرې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې دې برخو کې ټولنې ته عامه پوهاوی ورکړي.

د پروان پوهنتون محصلینو، مدیرانو او کارکوونکو ژمنه وکړه، چې خپلې ټولنې او خلکو ته به په صادقانه توګه خدمت وکړي.

په پای کې دغه محصلینو ته روغتیايي کېټونه هم ورکړل شول.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا