امنیت

په فراه کې دماين دچاودنې له امله يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
دفراه ولايت دبالابلوک  ولسوالۍ دشيوان دکلي داستوګنې  په يوه کور کې دماين دچاودنې له امله  چې طالبان پکي په ماين جوړولو بوخت  و  يوطالب ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
دفراه ولايت دامنيې قوماندانۍ  وياند اقبال باهر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پيښه نن سهار هغه وخت رامنځته شوه چې يوشمير  ماين جوړونکي طالبان داستوګنې په يوه کور کې په ماين جوړولوبوخت و چې ددوى  له جوړ کړى   شوي ماين وچاوديد او دغه زيان يې واړاوه .
دبالابلوک ولسوالۍ دشيوان دکلي اوسيدونکي محمد الله هم تاييد کړه چې دماين جوړونکو په کور کې دماين دچاودنې له امله يو تن وژل شوى او څلور تنه نور ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته