
کابل، د وري ۱۰مه، باختر
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د پلخمري د برېښنا د دوهم بند د کانال د پاکولو چارې چې یوه میاشت وړاندې د څه باندې ١٧ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې وې پای ته ورسېدې.
د بغلان د برېښنا رییس ملا سردار ولي حمزه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې دغه کانال پنځه کیلومتره په اوږدوالي د افغانستان برېښنا شرکت په مالي لګښت په یوه میاشت کې پاک کړل شوی، چې ورسره به هم بزګرو ته اوبه ورسېږي او هم د برېښنا تولید زیات شي.
ورته مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي د دغه بند د پرانیستې پرمهال وویل، چې تېر شل کاله دغه کانال نه وو پاک شوی، چې اوس د افغانستان برېښنا شرکت له لوري پاک شو او باید خلک ښاري فرهنګ مراعات او خپل کثافات کانال ته ونه غورځوي.
عمران بهیج شرکت چې د دې کانال د پاکولو چارې یې قرارداد کړې وې، مسؤل یې مختار صافي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د هوکړه لیک له مخې پکار وه، چې یاد کار باید په دریو میاشتو کې پای ته ورسېږي، خو د دې لپاره چې مرکزي بغلان کې بزګرانو اوبو ته ډېره اړتیا درلوده نو د یاد ریاست مسوولین په یوه میاشت کې کارونه بشپړ کړل.
په همدې مهال بزګران خوښ دي او وایي، چې د دې کانال په پاکولو سره به د دوی ۱۹۵ زره جریبه ځمکه په بشپړ ډول خړوبه شي.
اندړوال