کابل باختر دزمري نولسمه :
د ملي امنيت د ادارې موظفينو دوه تنه د کابل ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتوکې د يو ديارلس کلن ماشوم د تښتولو په تور ونيول .
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره خبر ورکړ: د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو په ځانګړو عملياتوکې دوه تنه انسان تښتوونکي چې علي ياور او علي احمد نوميږي؛ دکابل ښار د شپږمي ناحيې په يوه اړونده سيمه کې د يو ديارلس کلن هلک د تښتولو په تور ونيول .
نيول شويوکسانو دغه ماشوم ٢٨ ورځې مخکې د کابل ښار د دشت برچي له اتفاق ښارګوټي څخه تښتولى و او د ده د آزادولو په بدل کې يې د ده له کورنۍ څخه ٦٠٠ زره افغانۍ غوښتې وې .
دغه انسان تښتوونکي د ملي امنيت د موظفينو له خوا ونيول شول او دغه ماشوم د تښتوونکو له منګولو آزاد او کورنۍ ته يې وسپارل شو .
0 1 دقیقه لوستل