Uncategorized

د پلخمري ښار د برېښنا د لومړي او دويم بند د ساتنې او تحکیماتو چارې پیل شوې

 کابل، د سلواغې ۶مه، باختر

د بغلان د سیندیزې حوزې مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار د لومړي او دویم بند د ساتنې او تحکیماتو چارې پیل شوې دي.

د بغلان د سیندیزې حوزې رييس قاري محب الله عادل باختر آژانس ته وويل، چې د څه باندې ۴ ميليونو افغانيو په لګښت د پلخمري ښار برېښنا د لومړي او دويم بند د ساتنې او تحکیماتو پروژه د ۵۰ متره بولډر، ۴۰ مترو په اوږدوالي د ګبيون دېوال او د دروازې نصبول شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پروژې چارې به د ۳ میاشتو په موده کې بشپړې شي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا