ورزش

په ميدان وردګوکې د سکي ورزش کلپ جوړ شو

کابل باختر د کب  دوه ويشتمه :
په ميدان وردګو ولايت کې د سکي لومړنى کلپ پرانستل شو .
د دغه کلپ د پرانستلو هدف به د ميدان وردګو ولايت ځوانانو ته د دغه ورزش تيارى بلل شوى دى .
د سکي د ملي فدراسيون رييس افضل نوري دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کلپ د بهسودو په لومړۍ برخه کې د قلندر په نامه پرانستل شو او پکې تر اوسه  شل تنه ماشومان او ځوانو ورزشکارانو نومونه ثبت کړي دي .
د نوري د څرګندونوله مخې: د دغه کلپ د پرانستلو په مراسموکې د سيمې مقاماتو، قومي مخورو او ورزشکارانو ګډون درلود او ورزشکارانو د سکي په زړه پورې لوبې ترسره کړې  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته