کابل/ د مرغومي ١٤ مه/ باختر
په بادغيس کې نن د خبريالانو ملي اتحاديه جوړه شوه.
دبادغيس داطلاعاتو اوفرهنګ رييس روح الامين حبيبي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه اتحاديه د بادغيس يوشمېر خبريالانو د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په همکارۍ د خبريالانو د ستونزو د لرې کولو په خاطر جوړه کړې ده.
هغه په يوه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د دغې اتحاديې د مسووليتونو په اړه خبرې وکړې او هيله يې څرګنده کړه چې په بادغيس کې دخبريالانو دستونزو دلرې کولو لپاره دې هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست همکاري څرګنده کړه .
په غونډه کې شميل احمد په بادغيس کې د خبريالانو د ملي اتحاديې رييس او وزيراحمد انوري او محمد ناصر اماني مرستيال او منشي وټاکل شول.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل