کابل باختر د غبرګولي اوومه :
دپروان ولايت نوى امنيه قوماندان پرون ددغې قوماندانۍ د پوليسو افسرانو او منسوبينو ته معرفي شو او په خپل کار يې پيل وکړ .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: مل پاسوال محفوظ ولي زاده د پروان د والي فضل الدين عيار او د کورنيو چارو وزارت د هيئت له خوا ددغه ولايت د امنيه قوماندان په توګه معرفي شو .
په دغو مراسموکې دکورنيو چارو او د ملي دفاع د وزارتونو جنرالانو او افسرانو ، په ملي شورا او ولايتي شوراکې دخلکو وکيلانو او د پروان او کاپيسا د ولايتونو يو زيات شمېر خلکو ګډون کړى و .
په دغو مراسموکې د پروان والي په ملکي او پوځي ادارو کې ادلون او بدلون يو اصل او د دولت يو لزوم ديد وباله او د پروان ولايت دپخواني امنيه قوماندان جنرال محمد زمان کارونه يې وستايل او د جنرال محفوظ ولي زاده د ټاکنې له امله يې مبارکې وويله او دقانون دتنفيذ او دامنيت د ښه والي په لاره کې يې دده د لا زياتو برياليتوبونه هيله وکړه .
دپروان والي د پوليسو منسوبينو ته په خطاب کې وويل چې هيڅ زورواک ته سر ټيټ نه کړئ او په ميړانې سره دغه شان کسان وځپئ او خلکو ته د ژوندانه امن شرايط برابر کړئ .
ختم_ ج _ اکرم