امنیت

دافغان پوځيانو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د لړم دريمه :
دهلمند ولايت  دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې تيره شپه  دوسله والو طالبانو دډلې  په سنګرونو  دامنيتي ځواکونوپه ځمکنيو او هوايي عملياتو کې ددغې ډلې  ددوو تنو قوماندانانو په ګډون  دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل : دغه عمليات  دلښکرګاه ښار  ددويمې حوزې  په مربوطاتو او د شورګودر په ساحو کې  دافغان پوځيانو له خوا ترسره شول  چې له امله يې دولس تنه  وسله وال طالبان ووژل شول  او څلور تنه نور ټپيان شول .
   يوه اړونده خبرځاى وويل چې په وژل شويو کسانو کې  دمحبت حقاني  او دجبار  شجاع په نومونو  دوسله والو طالبانو دډلې  دوه تنه قوماندانان  هم شامل دي .
  ځواک زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  دوسله والو طالبانو دډلې يوه اندازه جنګي وسايل  له دوو  کرولا موټرو او له دوو  موټرسايکلونو سره  په عملياتو کې دشاملو  ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته