خبرونهامنیت

يو ډاراچوونکى په کابل کې ونيول شو

 کابل / د چنګاښ٦ مه / باختر

پوليسو نن يو ډاراچوونکى د کابل ښار له ٨ مې ناحيې څخه ونيوه چې په ښاري بسونو کې د بمونو په ايښودلو تورن دى.

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق آرين د باخترآژانس خبريال ته وويل:  د کورنيو  چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې  پوليسو يو تروريست چې په  ښاري بسونو کې د بمونو په ايښودلو تورن دى ، د کابل ښار په اتمه ناحيه کې د يومقناطيسي ماين د لېږدولو په وخت کې ونيوه.

له نيول شوي کس څخه ٢مقناطيسي ماينونه چې په مبايلونو سره عيار شوي و هم ترلاسه شوي دي .

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته