امنیت

دفوايد عامې وزارت معين دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

کابل باختر د ثور څلورمه :
  دفوايد عامې وزارت معين انجنير احمد شاه وحيد پرون دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو .
دکابل ولايت امنيه قوماندان  جنرال ظاهر ظاهر دباختراژانس خبريال ته وويل دکابل دپوليسو ځواکونو دهيواد له نورو امنيتي منسوبينو سره په همکارۍ کې دځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره دفوايد عامې وزارت معين انجنير احمد شاه وحيد دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلى دى .
جنرال ظاهر زياته کړه چې انجنير احمد شاه وحيد لس ورځې  مخکې  دوسله والو انسان تښتوونکو له خوا دکابل ښار دخيرخانې په مينه کې دده کورته له څيرمه ساحې څخه وتښتول شو او له هماغه وخت څخه دکابل پوليسو دانسان تښتوونکو دموندلو او دهغوى له منګولو څخه دانجنير وحيد دژغورنې په خاطر دپلټنې عمليات پيل کړل اوله موجودو امکاناتو څخه په استفادې سره يې وکولاى شول  دانسان تښتوونکو ځاى دنجراب په ولسوالۍ کې تثبيت کړي او دځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره انجنير وحيد دهغوى  له منګولو څخه وژغوري .
ده وويل چې په دغو عملياتو کې ددغې پيښې په اړوند يو شمير کسان نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته