امنیت

سل تنه پولیسان له روزنیز مرکز څخه فارغ شول

کابل- باختر د سلواغې د مياشتې ٢مه
د خوست ولايت د ملي پوليسو له روزنیز مرکز څخه د يو لړمراسمو په ترڅ کې سل (۱۰۰) تنه فارغ شول.
دخوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت غونډې ته په وينا کې وویل: دپولیسو د تعلیمي مرکز څخه په دې دوره کې سل تنه ملي پولیس فارغ او ټولنې ته دخدمت لپاره وړاندې شول .
ده زیاته کړه چې دغو سرتیروته د اتو اوونیو په بهيرکې په نوي او پرمخ تللي وسلو د زده کړو او خلکو سره د نېکې رويې ترڅنګ په بېلا بېلوبرخوکې زده کړې ورکړل شوي دي.
غیرت د پولیسو په مسلکیتوب ټینګاروکړ او ویې ویل چې دپولیسو مسلکي روزنه کولای شي چې هر منسوب او سرتیری ته ورسپارل شوې دندې او د قانون پلي کول په ښه ډول ترسره کړي.
ده  له فارغو شویو سرتیرو څخه وغوښتل چې په خپلو دندوکې له پوره صداقت او ایماندارۍ څخه کار واخلي او ولس ته ثابته کړي چې موږ د دې خاورې رښتیني بچیان یو.
د ده  د څرګندونو له مخې: له دغه مرکزڅخه تر دې مهاله اته سوه تنه ملي پولیسان فارغ او ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې شوي چې اوسمهال د دغه ولايت په مرکز او ولسوالیو کې په دندو بوخت دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته