اقتصاد

دحيرتانو بندر دنفتي توکو دعوايدو زياتوالى

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
په حيرتانو کې دنفتي توکو عوايد زيات شوى دى دحيرتانو دتجارتي بندر دنفتي توکو عوايد د روان کال په لومړيو څلور مياشتو کې دوه برابره زيات شوي دي.
دحيرتانو دتجارتي بندر دنفتي توکو د ادارې رييس محمد عظيم باختر آژانس ته وويل چې دغه اداره دتيرکال او د روان کال لومړيو څلورو مياشتو کې اتلس مليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي و خو د روان کال دلومړيو څلورو مياشتو عوايد له اتلسو مليونو افغانيو څخه دوه پنځوسو مليونو افغانيو ته رسيدلى دى چې هره مياشت دغه اداره کولاى شي دخپلو کارکوونکو دمياشتنيو معاشونو په ورکولو سربيره يوه اندازه عوايد مرکز ته هم وليږدوي.
عظيمي زياته کړه: همدا اوس په دغه بندر کې دخصوصي سکتور دنفتي توکو دوه ويشت تاسيسات شته چې يواځې څلور زيرمې دنهه اتيا ټنو نفتي توکو ظرفيت لري . له بله پلوه ددغې ادارې دمسوولينو دڅرګندونو له مخې، اوس ددغې ادارې په بيلابيلو څانګو کې څه ناڅه پنځه سوه تنه کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته