امنیت

د ماين د چاودنې له امله د ملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د غور ولايت په يوه واټ کې نن د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله د ملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول .
د غور ولايت وياند عبدالحى خطيبي د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې د ملي اردو دپوځيانو د سپرلۍ کاروان چې د لوژستيکي موادو د اکمالولو لپاره د چارسدې ولسوالۍ ته تللي و؛ د فيروز کوه ښار ته د ستنيدو په لاره کې په خفک ساحه کې دسپرلۍ موټر  يې په واټ کې په ښخ کړى  شوي ماين وخوت او د چاودنې له امله  ملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول .
خبرځاي وويل: د پيښې ټپيان دخلکو په همکارۍ دغور ولايت مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي او  د دريو تنو ټپيانو حالت خراب بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته