اقتصاد

دماليې وزير دپيسو دنړيوال صندوق له مرستيال سره وکتل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون دپيسو دنړيوال صندوق له مرستيال سره په واشنګټن کې وکتل.
دماليې وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې دواړو لورو دبروکسل له کنفرانس څخه وروسته دسترو اصلاحاتو داجندا په باب خبرى اترې وکړې.
دماليې وزير دپيسو دنړيوال صندوق د دوامدارو مرستو له امله دمننې په ترڅ کې ددغه بانک له مرستيال څخه وغوښتل چې په مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.
دپيسو دنړيوال صندوق مرستيال دبروکسل په کنفرانس کې دافغانستان دبرياليتوب له امله مبارکي وويله او له افغانستان سره يې دخپلو مرستو او همکاريو د دوام ډاډ يې ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته