سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

کابل_باختر د وږي د مياشتې٦مه:
د افغانستان اسلامي جمهوري حکومت د غیر نظامیانو د تلفاتو د راکمولو لپاره یو لړ تدبیرونه ترلاس لاندې نیولي دي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په همدې موخه جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې، ټول حکومتي چارواکي مکلف کړل چې د قانون ټول حکمونه په ټولو پوځي تحرکاتو کې په جدي ډول رعایت، د ملکي وګړو، په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو مصوونیت او ساتنه او د بشري حقونو رعایتول د خپلو عملیاتي پلانونو په طرحوکې په پام کې ونیسي.
همدا رازجمهور رئیس غني د هېواد ټولو دفاعي او امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله چې د ملګرو ملتو د سازمان له مرستندوی پلاوي ( یوناما) سره په همکارۍ کې د ملکي تلفاتو پېښې په دقیق ډول وڅېړي.
د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ملګرو ملتو د سازمان د مرستندوی پلاوي رپوټ ته اشاره وشوه چې په هغه کې هم غوښتنه شوې وه چې د غیرنظامیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره دې اقدامات ترسره شي.
په دغه رپوټ کې یادونه شوې وه چې د ډیری ملکي تلفاتو مسوولیت د دولت د وسله والو مخالفینو په غاړه دی او له دې سره سره چې د دغو تلفاتو ډېره لږه فیصدي د افغانستان امنیتي ځواکونو ته نسبت ورکړل شوې وه، د افغانستان حکومت یو ځل بیا د غیر نظامیانو له تلفاتو څخه د مخنیوي لپاره خپل ځان ژمن ګڼي او په دې اړه به اقدام وکړي.
د ملکي تلفاتو د راکمولو په موخه، د افغانستان حکومت یوه جامع طرحه چې په هغه کې پرعملیاتي طرزالعملونو، د جګړې پر اصولو او د ملکي تلفاتو متاثره شویو ته پر رسیده ګۍ باندې بیا کتنه په کې شامله ده، تر لاس لاندې نیولې ده او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په ګټوره توګه د هغې د پلي کېدو زمینه برابروي.
افغانستان د دغو تدبیرونو له پلي کېدو څخه د څارنې لپاره له نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنې او رسنیو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.
په وسله والو جګړو کې د ملکي وګړو مصوونیت او ساتنه د اساسي قانون، په هېواد کې د نافذو قوانینو د احکامو، د نړیوالو موافقه لیکونو او تړونونو له مخې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت له مکلفیتونو او ژمنو او د دولت له پالیسۍ څخه ده.
د افغانستان حکومت په هېواد کې د ملکي تلفاتو او د بشري حقونو حالت ته د یو ناما او د بشري حقونو د څار د ادارې له دوامدارې پاملرنې څخه مننه کوي او د هغوی څارنه او رپوټ ورکونه مهمه بولي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته