روغتیا

په روان کال کې په نشه يي توکو يوسلو نوي تنه روږدي کسان په سمنګانوکې تداوي شوي دي

کابل باختر د مرغومي دولسمه د سمنګانو ولايت دنشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې دمرکز مسوولين وايي: د روان کال په بهيرکې په نشه يي توکو يو سلو نوي تنه روږدي کسان يې تداوي کړي دي . د سمنګانو ولايت دنشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د شل بستريز روغتون سرپرست ډاکترمحمدصابرباهنر باخترآژانس ته وويل: دغه روغتون چې د هيواد دعامې روغتيا د وزارت له خوا له دريو کلونو راپديخوا په دغه ولايت کې په فعاليت پيل کړى دى؛ د روږدوکسانو د درملنې په خاطر يې زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. باهنر وويل: دوى يواځې په روان کال کې يو سلو نوي تنه چې په ډول ډول نشه يي توکو اخته وو؛ تداوي کړي دي او د يوسالم فرد په توګه يې بيرته ټولنې ته وړاندې کړي دي . ده وويل: هغو ناروغانو ته چې دغه روغتون ته مراجعه کوي؛ له راجستر وروسته د پنځلسو ورځو لپاره دنشه يي توکو د زيانونوپه باب سلامشورې ورکوي او په دې موده کې دوى له نشه يي توکو څخه استفاده کموي او بستر ته چمتو کيږي چې وروسته ناروغ له ديرشوڅخه تر پنځه څلويښتو ورځو پورې په بسترکې تداوي کيږي . باهنرپه داسې حال کې چې دغه روغتيايي مرکز د نشه يي توکو د روږدو ناروغانو د درملنې لپاره مناسب ځاى وباله؛ ويې ويل: زياتره افراد تراوسه پورې په دغه روغتون کې تداوي شوي دي چې له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي وو. دغه راز دهيواد دنورو ولايتونو اوسيدونکي هم په دغه روغتون کې تداوي شوي دي . ده وويل: په دغه روغتون کې خواړه، د خوب ځاى، د سواد د زده کړې او د ديني علومو د زده کړې فرصتونه او د واليبال ورزش ناروغانو ته چمتو شوي دي او د موسيقي آلات هم د ناروغانو په واک کې هم ورکول کيږي. په نشه يي توکو يو تن روږدى عبدالجميل چې له دريو اوونيو راپديخوا په دغه روغتون کې بستردى؛ وايي: څلورکاله يې په ايران کې تير کړى و او هلته په اپينو روږدى شوى دى، خو اوس له څليرويشتو ورځو راپديخواپه دې روغتون کې بستر او حالت يې ښه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته