سیاست

مخالفين غواړې بهرنيان په هيواد کې دوامداره شتون ولري

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٢٣
دطالبانو مشرملامحمدعمر ويلي دي چې په افغانستان کې دامريکايانو دوامدار شتون په افغانستان کې دجګړو د دوام سبب کيږي خو نه يې دي  ويلي چې ددغه شتون انګيزه څوک مساعد وي .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دطالبانو مشرملامحمدعمر دنيکمرغه لوى اختر له امله په يو پيغام کې طرحه کړي دي چې دامريکايانودوامداره شتون په افغانستان  کې دجګړو سبب کيږي .
خو طرحه کړې   يې نه   ده   چې په   افغانستان کې د دغه شتون اساسي انګيزه  چا مساعده  کړې ده .
دکارپوهانو په باور که چيرې  مخالفين په حقيقت کې له دغه شتون سره  مخالف  واى   په افغانسان کې به يې  جګړه  پاى ته رسولې واى او  په دې يون سره يې په هيواد کې دپرديو دشتون لپاره پلمه نه پريښوده .
هغه کسان چې دجګړې او د وژلو د دوام خبره کوي په مسلمه توګه په افغانستان او سيمه کې دبحران درامنځته کولو په فکر کې دي او دغه مسله ددې سبب شوې ده  چې نړيوال ځواکونه دې په افغانستان کې حضور  ولري.
جمهور رييس حامد کرزي په  وار  وار په دې مسلې ټينګار کړى دى که چيرې مخالفين دسولې له بهير سره يوځاى  شي نو په افغانستان کې دپرديو ځواکونو دشتون لپاره فرصت نه پاتې کيږي.
نو په اصل کې دا مخالفين دي چې يوازې په جګړې ټينګار کوي او په دې ډول په افغانستان کې دبهرنيو ځواکونو دشتون  زمينه  برابروي.
له بله پلوه ګلبدين هم  ورته څرګندونې کړي دي ، دغه څرګندونې ښې چې مخالفين په ظاهره  په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له  شتون سره  مخالفت  کوي خو  په باطل کې غواړي چې  بهرنيان په افغانستان کې  دوامداره شتون  ولري  که  چيرې داسې  نه  واى په   وار  وار طرحه  شوي دي  چې  د يوبل ګوښه  کول  د حل لاره  نه رامنځته کوي بلکې يو ځاى کيدل هغه هم دخلکو په خاطر دستونزې غوټه پرانيزي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته