ښوونه او روزنه

دښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ ذهني سيالۍ ترسره شوې

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٦ :
په خوست ولايت کې دښوونځيو دزده کوونکو ترمنځ پرون ذهني  سيالۍ ترسره شوې .
په دغوسياليو کې چې دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ درياستونو له خوا ترسره شوي دخوست ښار له پنځو ليسو څخه پنځلسو تنو زده کوونکوبرخه لرله.
دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمدامين شاه الفت باختراژانس ته وويل چې په دغو  سياليو کې  زده کوونکو  دافاقي اوعلمي معلوماتو اودښوونځيو دلوست په برخو کې سيالۍ وکړه.
دخوست ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ  درييس دڅرگندونوله مخې: ددغو سياليو په پاى کې درې تنه برخه وال ددغو سياليو دګټوونکو په توګه اعلام شول.
الفت وويل چې په خوست  کې ذهني سيالۍ دمطالعي دفرهنګ دپراختيا په مقصد ترسره شوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته