ټولنه

د پنجشیر د پریانو او خنج ولسوالیو مواصلاتي لاره خلاصه شوه

بازارک باختر د زمري ۷
د پنجشیر د پریانو او خنج د ولسوالیو مواصلاتي لاره پرون د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه.
د پنجشیر د والي د ویاند مرستیال محمد منصور عنابي د باختر آژانس خبر یال ته وویل: د دغو ولسوالیو مواصلاتي لاره درې اوونۍ مخکې د غره د ښویدو او د سیلاوونو د راوتلو له امله د دغه ولایت مرکز سره تړل شوې وه.
عنابي وویل چې دغه لاره د ملي دفاع وزارت او د پنجشیر ولایت د فواید عامې ریاست  د ماشینرۍ ټیم په مرسته بیا د تګ راتګ په مخ خلاصه شوه .
پای – سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته