روغتیا

محمدکريم خليلي د روغتيايي هماهنګي په غونډه کې ګډون وکړ.

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
د روغتيايي همغږى ملي غونډې نن له غرمې مخکې دجمهور رييس دمرستيال محمدخليلي په شتون په کار پيل وکړ .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ:
دغه غونډه به د دريو ورځولپاره دوام وکړي، په هغې کې د ولايتونو روغتيايي  مسوولينو او له افغانستان سره د مرستندويو هيوادونو او سازمانونو يوشمېر استازو هم ګډون کړي دي.
دجمهوررييس مرستيال محمدکريم خليلي ددغې غوڼډې په لومړي ورځ  هيله وکړه چې دغه غونډه دمرکز او ولايتونو ترمنځ د زياتې همغږي د رامنځته کولو، د منابعو او امکاناتو د اغيزمن مديريت، د ستونزو د لرې کولو او په ښه روغتيايي کيفيت سره هېوادوالو ته دخدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې دښو نتيجو سبب شي .
دجمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره چې افغانستان د مسووليتونو د ليږدونې په پړاوکې دى؛ وويل: هيله کيږي چې ټول دولتي او خصوصي مديران او کارکوونکي ددغې دورې ارزښت او  حساسيت ته پاملرنې سره دمرکزونولپاره  په تېره بيا د روغتيا به برخه کې د يو پياوړې او اغيزمن ظرفيت د رامنځته کولو په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي .
ده دظرفيتونو د ودې دکچې د لوړولو په تېره بيا دبشري ځواک دپراختيا په لاره کې دپرمختګ اوترقي له امله د خوښي دڅرګندولو په ترڅ کې، په بېلابېلو برخوکې دظرفيت کمښت يو خنډوباله او دظرفيت د لوړولو په لاره کې پر اغيزمنو اوګټورو هلوځلو باندې ټينګار وکړ.
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل: دافغانستان دولت په تېرو څه دپاسه  لسو کلونو کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا په لاره کې ښه برياليتوبونه  ترلاسه کړى دى؛ خو دغه برياليتوبونه د ستونزو او اړتياو د ستر حجم په پرتله کافي نه دي  اوبايد په دې لاره کې زيات اوپه ښه کيفيت سره کارونه ترسره شي .
د جمهوررييس مرستيال په روغتيايي خدمتونو دخلکو په يوشان برلاسي ټينګار وکړ او دعامې روغتيا له وزارت څخه يې وغوښتل، يو داسې ميکانيزم  جوړکړي چې دهغې له مخې داکتران اومتخصصين وکولاى شي دهېواد په کليو اوبانډو اوپه لرې پرتو سيموکې هم فعاليت وکړي.
دجمهور رييس مرستيال دغه راز وويل چې له نيکه مرغه د امام حسين( ع ) د وينې په بانک کې د وينې دمرکزي بانک له نومولو وروسته، دغه بانک ته د وينې د ورکړې فرهنګ د پراختيا په حال کې دى او د هېوادپه ګوټ ګوټ کې د روغتيايي مسوولينو همکاري کولاى شي هغه په يو دود اوفرهنګي کار بدل کړي.
دعامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريادليل ددغې غونډې دجوړولو هدف د روغتيا په برخه کې د برياليتوبونو او چلنجونو دبيا څيړنې اوکتنې لپاره يوفرصت وباله اوپه هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او زياتوالې خبر هم ورکړ .
دعامې روغتيا وزيرې دغه راز وويل چې دماشومانو دفلج دناروغى په له منځه وړلو او د ماشومانو د واکسين د پروګرام په پراختيا تمرکز يو بل اساسي لومړيتوب بلل  کيږي چې دهيواد په ټولو ولايتونو کې د روغتيايي مسوولينو زياتې پاملرنې ته اړتيالري .
دې دغه رازڅرگنده کړه: ټاکل شوې ده په را روان کال کې پنځه سوه زره امريکايي ډالره  د ولايتونو د عامې روغتيا د رياستونو  په واک کې ورکړاى شي  چې وکولاى شي د اړونده ولايت له اړتياو سره سم، د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې ښه اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
ده دغه راز د باور پيداکول ، دمسلک پياوړتيا ، د راز ساتل ، متقابل درناوى او په تصميم نيولو کې د ناروغ شريکول  د طبابت د اخلاقو پنځه اصول وبلل اوهيله يې وکړه چې په تيرو مياشتو کې دطبابت د اخلاقو دملي کنفرانس په جوړيدوسره دغه پنځه اصول زياته پياوړتيا اوپراختيا ومومي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته