Uncategorized

نوولس طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د غويي٣مه / باختر
نوولس وسله وال طالبان په زابل کې په نويو جګړو کې ووژل شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تيره شپه او نن سهار هغه وخت هوايي او ځمکني بريدونه وشول چې د امنيتي ځواکونو پر پوستو يې بريدونه وکړل.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د رسنيو دفترد يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي په دې جګړو کې ١٩ وسله وال طالبان ووژل شول.
د رارسيدلو خبرونوله مخې: په شهرصفا او ارغنداب ولسواليو کې پرامنيتي پوستو د وسله والو طالبانو له بريدونو وروسته د طالبانو پر پټنځايونو هوايي بريدونه وشول.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې: پوځيانو په زابل کې د ٣٣ ښخ کړاى شويو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله.
ويل کيږي د دغو ماينونو د ښخولو په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته