
کابل، د زمري ۲۵ مه، باختر
افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ تر دوه کلن مزل وروسته د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکي د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په مشرۍ د افغان حکومت کړنې ستایي او ملاتړ ځینې څرګندوي.
دوی وایي، چې په تېرو دوه کلونو کې اسلامي امارت توانېدلی ټولې کورنۍ او بهرنۍ توطیې خنثی او په تدبیر سره د هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
د پنجشېر اوسېدونکي دغه راز د اسلامي امارت حکومتولۍ او په ټولو ولایاتو کې د مساوي پروژو د پلې کولو ستاینه کوي او له حکومت څخه غواړي چې په دغې برخه کې لا ډېر کار وکړي.
د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد حنیف تسکین باختر اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې د اسلامي امارت اقتصادي او رغنیزو چارو پلانونه کولی شي، هېواد د ځان بسیاینې په لور بوځي.
حکومت څخه د پنجشېري اوسېدونکو دغه ملاتړ په داسې مهال مطرح کېږي چې پر هېواد د اسلامي امارت د واکمنۍ دوه کاله پوره کېږي.