ورزش

داردو او دفيروزي دټيمونو لوبه برابره پاى ته ورسيده .

کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
دکابل ښار دفوټبال  دغوره ليک  سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره  دوام وموند.   دکابل دفوټبال فدراسيون  عبدالبصير  قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل په دې سيالۍ کې داردو او فيروزي  ټيمونو لوبه وکړه چې لوبه  د يوې په وړاندې  په يوې سره برابره  پاى ته ورسيده .
ديوبل خبر له مخې، په کابل ښار کې دفوټبال  دالف  ګروپونو  سياليو پرون مازيګر  دپنجشير دځوانانو او دحبيبيانا  دټيمونو په لوبې سره دوام وموند .
  باختراژانس  ته دکابل د فوټبال فدراسيون  دمرستيال  عبدالبصير قيومي  د څرګندونو له مخې، په دې لوبه کې دحبيبيانا   ټيم  دصفر په وړاندې  په دوو سره دپنجشير دځوانانو ټيم ته ماتې ورکړه .  دغه سيالۍ  دديارلسو  ټيمونو ترمنځ  په غازي  لوبغالي کې  پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته