سیاست

د پکتيا ولايت يوشمېر مشرانو، مخورو او سپين ږيرو له احمدضيا مسعود سره وکتل

کابل باختر دکب دمياشتې ١٠ :
د پکتيا ولايت يوشمېر مشرانو، مخورو او سپين ږيرو د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس له فوق العاده استازي احمدضيا مسعودسره وکتل .
د جمهور رئيس دفوق  العاده استازي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس فوق العاده استازي  احمدضيا مسعود د افغانستان د قومونوپه يو والي او پيوستون په ټينګارسره  څرګنده کړه چې دافغانستان دټولنې مهمه اړتيا ده چې ټول سره متحد شي  او د يوه واحد ملت په توګه د هېواد د کورنيو او نړيوالومسئلو په وړاندې اقدام وکړي.
  د کتنې برخه والو  د سياستوالو قوم  پالنه او تعصب د افغانستان په زيان وبلل  او ويې ويل: هرڅوک چې له تعصب څخه کار واخلي او د افغانستان شريف خلک پردي وبولي، زموږ او زموږ د خلکو استازيتوب نه کوي .
دوى ټينګار وکړ چې د افغانستان ټول خلک له د هر قوم او ژبې څخه له يوبل سره ورونه او برابر دي او سياستمداران دې بايد د خلکو ترمنځ خط کشي ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته